کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان رایلز د پنجاب کینګز لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه

راجستان رایلز د پنجاب کینګز لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه

د پنجاب کینګز لوبډلې ځوان توپ اچونکې ارشدیپ سینګ د راجستان رایلز لوبډلې په وړاندې ډېره ښه توپ اچونه وکړه، خو راجستان بیاهم ورته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۲مه لوبه د راجستان رایلز او پنجاب کینګز ترمنځ ترسره کېږي، چې پنجاب کینګز د پچې تر ګټلو وروسته د راجستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې ایون لویس ۳۶ او ایشوي جیسوال ۴۹ او ماهیپال لمر ۴۳ ترټولو ډېرې منډې وکړې.

د پنجاب کینګز له خوا په توپ اچونه کې ارشدیپ سینګ ډېره ښه توپ اچونه وکړه او پنځه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز محمد شامي هم ښه وځلېده او درې ویکټې یې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې راجستان ریالز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۷ لوبې کړي او د ۶ نومرو په لرلو په جدول کې شپږم او پنجاب کینګز ۸ لوبې کړي او د ۶ نومرو په لرلو ۷ مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …