کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د شل اوریزو لوبو ځانګړی لوبغاړی کریس ګیل ۴۲ کلن شو

د شل اوریزو لوبو ځانګړی لوبغاړی کریس ګیل ۴۲ کلن شو

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی کریس ګیل، چې په نړیوال کچه ترټولو مشهوری او برید کوونکی لوبغاړی ګڼل کېږي، نن ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) ۴۲ کلن شو.

کریس ګیل له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ویسټ انډیز لپاره نړیوال کرکټ کوي، چې په دې ډول هغه څلورم لوبغاړی دی چې ډېر وخت نړیوال کرکټ کوي او له ۲۰۰۷-۲۰۱۰ کاله پورې یې د ټیسټ لوبو لوبډلمشري کړې ده.

کریس ګیل هغه لومړی لوبغاړی چې په درې واړه فارمټونو، په ټیسټ لوبو کې دوه ځلې درې غبرګې سلیزې، په یوه ورځنیو لوبو کې، یو ځلې غبرګه او په شل اوریزو لوبو کې هم سلیزه لري.

ګیل لومړی لوبغاړی چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰ شپږیزې وهي او دریم لوبغاړی دی چې ډېرې شل اوریزې لوبې کوي. په شل اوریزو لوبو کې ترټولو ډېر ۱۴۲۶۱ منډې لري، چې ۲۲ سلیزې او ۸۷ نیمه سلیزې لري.

دغه راز په ټیسټ لوبو کې ۷۲۱۴ منډې لري، چې ۱۵ سلیزې او ۳۷ نیمه سلیزې لري. په یوه ورځینو لوبو کې ۱۰۴۸۰ منډې لري، چې ۲۵ سلیزې او ۵۴ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۸۵۴ منډې لري، چې دوه سلیزې او ۱۴ نیمه سلیزې پکې ځای لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …