کورپاڼه / اسلام / له دا ډول ښځو یا انجونو سره واده کول انسان ډېر ژر غریبوي

له دا ډول ښځو یا انجونو سره واده کول انسان ډېر ژر غریبوي

زموږ په ټولنه کله چې یو څوک خپلوي یعنې غواړي واده وکړي نو ظاهري ښکلا او مادیت ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او د دیندارۍ، شرافت او اخلاقو په څېر ښه ځانګړتیاوې له نظره غورځي او همدا لامل دی چې په ګډ ژوند ستونزې واقع کېږي او د طلاق کچه ورځ تر بلې ډېرېږي.

هلک غواړي چې له یو داسې انجلۍ سره واده وکړي چې پلار یې شتمن وي او ورور یې ښه دنده ولري ترڅو ښې قیمتي ډالۍ ترلاسه کړي او په جهیز کې هم ښه شیان ورته واخلي یا ځمکه ورته په نوم کړي. رسول الله (ص) فرمایي دنیا سره مینه مه کوئ، د الله تعالی محبوب جوړ شئ، د خلکو د دنیا د مال او اسبابو څخه بې نیازه شئ، خو خلک ته به ګران شئ.

د انجلۍ کورنۍ هم هیله لري چې هلک سمارټ وي، سټایلي وي، د پلار د شتمنۍ یواځینی وارث وي، ترڅو لور یې په خسرګنۍ کې بادشاهې وکړي، هغه که حرامه شتمني هم وي. خو داسې نه وي پکار بلکې هغه طریقه باید غوره شي چې اسلامي شریعت او رسول الله (ص) پرې لارښوونه کړي وي.

یوه ښه رشته یا خپلوي هماغه ده چې الله تعالی او د هغه رسول (ص) ښه ګڼلي وي، نو که چېرته یو څوک دینداره وي او اړینې غوښتنې پوره کولی شي، نو باید رد نه شي. رسول الله (ص) فرمایلي، کله چې یو داسې چا د خپلوی یا نکاح پیغام درولېږه چې له دین او اخلاقو یې راضي یاست، نو نکاح ورسره وکړئ که داسې ونه کړئ نو په ځمکه به فتنه او فساد پیدا شي.

رسول الله (ص) فرمایلي، چا چې کومې ښځې سره د هغې د عزت په سبب نکاح وکړه، نو الله به یې ذلت ډېر کړي، چا چې د کومې ښځې مال او دولت په سبب له هغې سره واده وکړ، نو الله به یې غربت ډېر کړي او چا چې کومې ښځې سره د نسب په سبب واده وکړ، نو الله تعالی به یې نور هم ذلیل او رسوا کړي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …