کورپاڼه / روغتيا / د کېلې د جوسو لس حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د کېلې د جوسو لس حیرانوونکې روغتیایي ګټې

کېله یو له هغه مېوو څخه ده چې د مڼې او آم درجه ورکول کېږي، خو لکه څنګه چې کېله یو څه ډېر غذایي توکي لري نو په همدې حساب یې خلک ډېره خوښوي او اړین غذایي مواد او ویټامین هم لري.

لکه څنګه چې روغتیایي کارپوهان له تیار جوس څخه د ډډې کولو لارښوونه کوي، ځکه چې د ګلوکوزو کچه یې ډېره وي. خو د کېلې تازه جوس چې په کور کې هم تیارېږي، لس داسې ګټې لري چې حیران به مو کړي.

ډېر وخت به مو لوبغاړي د لوبو پرمهال د کېلې په خوراک لېدلي وي، ځکه چې کېله بدن ته پیاوړتیا ورکوي، ګلوکوز، فرکټوز، سیکروز او مالټوز په لرلو سره د انرژۍ یوه مهمه ذریعه ګڼل کېږي. دغه راز فایبر یې د هضم لپاره ګټور وي، کولمې پاکې ساتي او د وینې کلیسترول کموي.

کېله د پوتاشیم لرونکې هم وي چې منظم استعمال یې د فشار ناروغانو ته ګټور وي او له فلج څخه مخنیوی هم کوي. د معدې میکروب هم ختموي، د ماشومانو د حافظې لپاره ګټورې وي او ویټامین سي او ډي یې دفاعي سیستم او دماغو ته پیاوړتیا ورکوي.

کیله د انسان بدن آرامه ساتي، ژور خپګان ختموي، د انټي اکسایدو شتون یې د ګردو لپاره ګټور وي او پوتاشیم یې ګردې له منفي اغېزو خوندي کوي. د کېلې جوسو تیارولو لپاره دوه کېلې، ۱۲۰ ملي لیتره شېدې او یوه کاچوغه شات سره ګډ کړئ او د خوند لپاره دارچیني ور اضافه کړئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …