کورپاڼه / خپلواک / د سويلي افريقا پخواني لوبغاړي ژاک کېلس نيمه ږيره او بريت ولې پرېښي؟
ژاک کېلس

د سويلي افريقا پخواني لوبغاړي ژاک کېلس نيمه ږيره او بريت ولې پرېښي؟

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ نومبر ٢٠١٩): د سويلي افريقا پخواني الراونډر ژاک کېلس نيمه ږيره او نيمه برېت پرېښي دي چې په دې سره يې ټول خلک حېرانه کړي دي.

د راپورونو په وينا، د سويلي افريقا پخواني الراونډر ژاک کېلس چې کله د نيمه ږيرې او نيمه برېتو سره خپل انځور په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ، نو که يو لوري ته د هغه مينه والو د حېرانۍ څرګندونه وکړه، نو بل لوري ته د هغوى په ذهن کې دا پوښتنه هم راپورته شوه، چې اخر ژاک کېلس ولې داسې کړي دي؟

ژاک کېلس د خپلو مينه والو د حېرانۍ ختمولو لپاره په خپل ټويټر کې وليکل، چې راتلونکې څو ورځې به ډېرې په زړه پورې وي، او دا هر څه به د ګېنډا يا کرګدن (يو ښکرى غټ ځناور) او د ګالف لوبې د ښې لپاره وي.


د يادولو ده چې ژاک کېلس په سويلي افريقا کې په تېزۍ سره د ګېنډا يا کرګدن د ختمېدونکي نسل د ساتلو لپاره د (سيو دي رهينو) کمپاين پيل کړى دى، تر څو د دوى د نسل ساتنه وکړاى شي.

د سويلي افريقا دغه پخواني الراونډر نه يوازې دا چې خپله نيمه ږيره او نيمايي بريت خرييلي دي، بلکې د سينې نيمايي ويښته يې هم ليرې کړي دي او غواړي چې په دې توګه په خلکو کې عامه پوهاوى ترسره کړي او د کرګدن د نسل ساتلو لپاره چنده هم راغونډه کړي.

ژاک کېلس د سويلي افريقا لپاره ١٦٦ ټېسټ لوبو، ٣٢٨ يو ورځنيو او ٢٥ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې د هغه نوم تر شچن ټنډولکر وروسته په ټېسټ سياليو کې د ډېرو سليزو وهونکو کسانو په کتار کې راځي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …