کورپاڼه / خبرونه / رمیز راجا: موږ فکر کاوه چې هغه زموږ خپل دي خو هغوی موږ خپل ونه ګڼلو

رمیز راجا: موږ فکر کاوه چې هغه زموږ خپل دي خو هغوی موږ خپل ونه ګڼلو

د پاکستان کرکټ بورډ نوي رییس رمیز راجا له انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلې څخه ګېله کړې او ویلي دي چې موږ فکر کاوه چې هغه زموږ خپل دي خو هغوی موږ خپل ونه ګڼلو.

رمیز راجا دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له نیوزیلېنډ وروسته انګلستان هم پاکستان ته خپل سفر لغوه اعلان کړ او ویې ویل چې موږ هم پاکستان سفر نه کوو.

نوموړي ویلي که چېرته نړیوالې لوبډلې د یو بل ترڅنګ ونه درېږي نو هیڅ ګټه به ونه لري. راجا زیاته کړې چې لومړی نیوزیلېنډ، بیا انګلستان رانه لاس واخیست، اوس ویسټ انډیز پاتې او ښایي هغه هم په شا شي او استرالیا خو هسې څارنه کوي.

نوموړی وایي چې له نیوزیلېنډ حساب کوي، ځکه له ۱۵-۲۵ میلونه ډالر تاوان یې کړی. راجا ویلي که څه هم د تاوان جبران لپاره د سریلانکا، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو د سفر غوښتنه کړې، خو د لوژیستکي ستونزو په سبب نه کېږي.

رمیز راجا دغه راز دا هم ویلي چې له دې وړاندې یې په نړیوال جام کې یوه رقیبه لوبډله وه او اوس نیوزیلېنډ او انګلستان هم ور اضافه شو، چې هلته به ترې بدل اخلي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …