کورپاڼه / هنر او کلتور / هندۍ اداکاره د ۲۵ کلونو په عمر د موټر په ټکر کې مړه شوه
ایشوري دیشپانډی

هندۍ اداکاره د ۲۵ کلونو په عمر د موټر په ټکر کې مړه شوه

د هند د مراټي فلمونو یوه ځوانه اداکاره ایشوري دیشپانډی چې یوازې ۲۵ کاله عمر یې و، نن سهار د موټر په ټکر کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د مراټي فلمونو ۲۵ کلنه اداکاره ایشوري دیشپانډی نن سهار په ګوا کې ټکر کړی دی او هغه او د هغې ملګری شبهم دوګړی دواړه په دې پېښه کې مړه شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د دوی موټر د ګوا د ارپورا په سیمه کې له ټکر وروسته اوبو ته غورځېدلی و، چې دواړه په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

ځايي پولیس وايي، چې ایشوري دیشپانډی د خپل ملګري سره ګوا ته په چکر تللې وه او د هغوی له موټر سره دا پېښه سهار وختي ۵:۳۰ بجې شوې ده. دوی وايي، چې موټر اتومات قلف درلود چې له امله یې دوی ونشول کولای چې په اوبو کې له غورځېدو وروسته له موټر نه رابهر شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي دي، چې ایشوري دیشپانډی او شبهم له ډېر وخت راهیسې یو ځای و او ویل کېدل چې راتلونکې میاشت دواړه کوژده هم کوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …