کورپاڼه / روغتيا / د ادرکو، لېمو او بادرنګو شربت حیرانوونکې ګټې

د ادرکو، لېمو او بادرنګو شربت حیرانوونکې ګټې

روغتیایي کارپوهانو طبیعي توکي او غذایي مواد د انسان د روغتیا او بدن لپاره غوره ګڼلي او ویلي دي چې د طبیعي غذایي توکو په استعمال سره د انسان بدن ډېر څه ترلاسه کوي او له ناروغیو خوندي پاتې کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان د روغتیایي ستونزو څخه د خوندیتوب لپاره د ادرک، لېمو، بادرنګ او نعناع د استعمال لارښوونه کړې او ویلي یې دي که چېرته دغه توکي د شربت په ډول استعمال شي نو په یو څو ورځو کې به د ناروغیو له جړ یعنې چاغښت څخه وژغورل شئ او تازه والی به احساس کړئ.

ادرک د انټي اکسایدو په درلودلو سره د غوره غذا درجه لري او د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته د ادرک، بادرنګ، لېمو او د نعناع له پاڼو شربت جوړ او تر یوې میاشتې استعمال شي، نو د بدن اضافي وازده به اوبه کړي، له بدن نه به زهرجن مواد خارج کړي او روغتیا ته به ګټه ورسوي.

که چېرته له ورزش پرته وزن کمول غواړئ نو لومړی غوړ او پروسیس شوي خوړو څخه ډډه وکړئ، د اوبو استعمال ډېر کړې او ترڅنګ یې یاد شربت هم وکاروئ.

ددې شربت لپاره یوه دانه پرې شوی بادرنک، د یو لېمو اوبه، لږ غوندې ادرک او لس پاڼې نعناع. دا ټول شیان سره ښه ګډ کړئ او له د شپې خوب وړاندې یې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …