کورپاڼه / روغتيا / ډېر زیات کار کول د روغتیا لپاره زیانمن وي

ډېر زیات کار کول د روغتیا لپاره زیانمن وي

د یوې نوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې تر ډېره پورې په پرلپسې توګه د کار کولو عادت له خطر څخه خالي نه وي. څېړنه وایي هر کله د ډېر کار په سبب د رامنځته شوو ناروغیو او ټپونو په سبب له دوه میلونو ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د اجراییوي رییس جنرل ټیډروس په یو بیان کې ویلي دي، چې دا ډېره حیرانوونکې ده چې هر کال په دومره ډېره اندازه کسان خپل ژوند د کار په سبب له لاسه ورکوي.

نوموړي ویلي له اتیا سلنو ډېرو کارمندانو د زړه د ناروغیو او د ساه اړوند ناروغیو په سبب ژوند له لاسه ورکوي. هغه زیاته کړې چې د کار اوږده موده هر کال له ۷۵۰ زرو ډېر کسان له منځه وړي.

په دې څېړنه کې د کارمندانو اړوند یوولس د روغتیا لپاره زیانمن سببونه وڅېړل شول، چې په هغې کې ډېر کار، د چاپیریال ککړتیا، سرطان او غږیزه ککړتیا شامله وه.

په دې کې اتیا سلنه په څرګند هغه ناروغۍ وې، چې په ښکاره ډول نه څرګندېږي لکه د زړه او ساه ناروغۍ او شل سلنه د کار په ځای کې د پېښو واقع کېدل په ګوته شوي دي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …