کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې دی او له لمر څخه تقریباً ۲۰ میلیارده کیلومیتره فاصله لري، یعنې له ځمکې ۱۲۰ ځله ډېره ده، نو ځکه یې ورته د ډېر لېرې، لېرې نوم ورکړی دی.

دې سیارې ته په ۲۰۱۸ کال د (۲۰۱۸ ای جي ۳۷) نوم ورکړی و، خو هغه وخت نه وه معلومه چې دا له لمر څخه په دومره فاصله کې ده، ځکه چې په آسمان کې ځای ډېر ورو بدلېږي.

په بېلابېلو دوربینونو له دوه کلنې مطالعې وروسته ساینسپوهانو وموندله چې له لمر څخه موجوده فاصله تقریباً شل میلیارده کیلومیتره ډېره ده.

تر اوسه پورې څېړنو د ډېرې لېرې لېرې سیارې په اړه معلومه شوه، چې د لمر پر شاوخوا یې مدار د هګۍ په ډول دی، نو ځکه یې له لمر څخه ډېره فاصله ډېره ده او او منځنۍ فاصله د نیپتون منځنۍ فاصلې څخه هم کمه ده.

د یادولو وړ ده چې پلوټو له لمر څخه ترټولو ډېره زیاته فاصله لري، چې تقریباً نهه څلویښت ستوریکي واحدونه کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …