کورپاڼه / روغتيا / ولې ډېر وخت زموږ لاسونو او پښې جام کېږي؟

ولې ډېر وخت زموږ لاسونو او پښې جام کېږي؟

د هر عمر خلک هغه که واړه وي یا غټان ټول شکایت کوي چې که چېرته په پرلپسې ډول په یو پوزیشن کېني نو لاس یا پښه یې کار پرېږدي او د لاس یا پښو جام کېدل د ناروغیو لامل کېدلی شي.

د لاس یا پښې جام کېدو ته په طبي ژبه (نیوروپیتي) ویل کېږي، چې مطلب یې دادی چې ستاسو د بدن نبض په کنترول کېږي ستونزه ده.

په نړۍ کې د لاس یا پښې د جام کېدو ترټولو لوی لامل د شکر ناروغي ده، چې په ماشومتوب او ځوانۍ کې هم دا ستونزه پیدا کېږي، چې په ماشومتوب کې د پروټین د کمښت په سبب وي چې نبض او هډوکو د فشار په سبب جام کېږي.

یعنې کله چې په یو پوزیشن کېږي، نو پښو ته مو د وینې جریان خرابېږي او پښې مو جام کېږي. ددې لپاره که چېرته ستاسو په نبض فشار واقع شي نو ختمول یې اړین دي.

دغه راز په بدن کې د ویټامینو کمښت هم د پښو او لاسونو د جام کېدو سبب کېږي، چې په سبزیجاتو کې په ډېره اندازه وي او د ویټامین بي ۱۲ کمښت د انیمیا سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …