کورپاڼه / خپلواک / ما له دعا پرېنږدې چې ورک به شمه پلاره!
جاوېد اميرخېل

ما له دعا پرېنږدې چې ورک به شمه پلاره!

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ نومبر ٢٠١٩): د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړي جاوېد اميرخېل د پلار په ارزښت ويلې نوې سندره نن په ټولنيزو رسنيو خپره کړه چې دغه سندرې ته (د پلار دعا) نوم ورکړل شوى دى.

دغه سندره چې ښکلى شعر ورته انتخاب شوى دى او په ښکلې موسيقۍ کې ويل شوې ده، همدا راز ويډيو يې هم ډېره په اعلى بڼه جوړه شوې ده، چې له خپرېدو سره سم خلکو ډېره خوښه کړې ده. د سندرې له پيلېدو سره سم په لومړي سر کې ليکل شوي دي چې (د خپل پلار ارزښت وپېژنئ.)

جاوېد اميرخېل د خپلې دغه سندرې خپرولو سره سم په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي: ((پلار! هغه خوږ نوم دی چې په تش یادولو یې انسان د سکون او غرور احساس کوي. د لوی خدای شکر ادا کوم چې ماته یې په خپل ژوندون کې دا فرصت مساعد کړ چې پلار ته یوه سندره ووایم او دا زما د ژوند تر ټولو ستر ارامان و.))

نوموړى همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((مېندو ته ډېرې سندرې ویل شوي خو پلار هغه نوم ورکی اتل دی چې خپل ځان، خپله ځواني د خپلو بچو او د خپلې کورنۍ لپاره قرباني کوي خو څوک یې له خولې آه قدرې هم نه اوري. د پلار ارزښت او مقام هله انسان ته ښه مالوم شي چې په خپله پلار شي.))

هغه همدا راز د دغه سندرې له شاعر هم مننه کړې ده او خپله دغه سندره يې ټولو پلرونو ته ډالۍ کړې ده او دا دعا يې هم غوښتې ده چې هېڅوک دې د پلار له ستر نعمت څخه بې برخې نه شي.

د جاوېد اميرخېل د دغه سندرې شعر نامتو شاعر پير محمد کاروان ليکلى دى، همدا راز کمپوز ورته جاوېد اميرخېل په خپله جوړ کړى دى او موسيقي يې بيا دانيال انور جوړه کړې ده، د ويډيو په برخه کې يې بيا ډايريکټر رامش عمرزاد دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …