کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد په توپ وهنه او توپ اچونه کې تر نورو ښه و، خو لوبډلې یې ماتې وخوړه

راشد په توپ وهنه او توپ اچونه کې تر نورو ښه و، خو لوبډلې یې ماتې وخوړه

راشد خان په توپ وهنه او توپ اچونه کې د نورو په پرتله ښه تمام شو، په توپ وهنه کې ۲۲ منډې وکړې او په توپ اچونه یې یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شو.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۳مه لوبه، چې په ابوظبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سنرایزر حیدر آباد او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې حیدر آباد د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

حیدر آباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالصمد ۲۸ او راشد خان ۲۲ ترټولو ډېرې منډې وکړې.

د ډهلي کپیټلز له خوا په توپ اچونه کې کیګسو رباډا، اکشر پټیل او انریچ نورتجي ډېره ښه توپ اچونه وکړه او په ترتیب سره یې درې او دوه-دوه ویکټې یې ترلاسه کړې.

ډهلي یاد هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د دوه لوبغاړو په زیان پوره کړ او حیدر آباد ته یې په ۸ ویکټو او ۱۳ توپونو ماتې وکړه، چې شکر دهوان ۴۲ او شریاس ایر ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د حیدر آباد لخوا راشد او خلیل احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې سبا د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه ماښام ۶:۳۰ دقیقې به د ای پي ایل لیګ په ۳۴مه لوبه کې ممبۍ انډینز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شي

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …