کورپاڼه / خبرونه / مارلون سیمولز په غیر قانوني کړنو تورن شوی

مارلون سیمولز په غیر قانوني کړنو تورن شوی

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی مارلون سیمولز د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لورې په غیر قانوني کړنو تورن شوی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د اعلامیې پر اساس ویل کېږي، چې له فساد سره د مبارزې د قانون له مخې مارلون سیمولز په څلورو غیرې قانونې کړنو ترسره کولو تورن دی.

دغه راز اعلامیه زیاتوي چې سیمولز اړوند اصول نه دي مراعت کړي او نه یې په څېړنو کې مرسته کړې، نو په همدې اساس هغه ته څوارلس ورځې وخت ورکړل شوی ترڅو د ځان سپیناوی وکړي.

نوموړی د سپټمبر له ۲۱مه نيټې څخه وروسته تر څوارلس ورځو پورې وخت لري، چې د کرکټ نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې ته د لګېدلو تورونو په اړه وضاحت ورکړي.

د یادولو وړ ده چې سیمولز د هغه ډالیو، پیسو او میلمه پالنې د پیسو په اړه چارواکو ته معلومات نه دي ورکړي، چې لوبغاړو ته ورکول کېږي او د څېړنو برخه کې یې ورسره مرسته نه ده کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …