کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز نېپال ته لاړ
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز نېپال ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز نن نېپال ته روان شوی دی، تر څو د نېپال په تجارتي لیګ کې ګډون وکړي.

رحمان الله ګربز په خپل ټویټر اکاونټ کې یو عکس خپور کړی دی، له دې عکس سره هغه لیکلي دي، چې نېپال ته روان شو، چېرته چې به د کټمنډو کنګز لوبډلې سره ولوبېږي.


په نېپال کې له څو کلونو راهیسې تجارتي لیګ (ایوریسټ پریمئیر لیګ) یا (اي پي ایل) ترسره کېږي، سږکال به د دې لیګ سیالۍ د سپتمبر په ۲۵مه نېټه پیل شي او د اکتوبر تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په اي پي ایل کې د رحمان الله ګربز نه علاوه، محمد شهزاد، کریم جنت او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي، شهزاد او کریم د چیتوان ټایګرز او عظمت الله عمرزی د للیتپور پېټریوټس لوبډله کې لوبېږي.

په دغه لیګ کې ۶ لوبډلې ګډون لري چې ټولې به پکې ۱۹ لوبې ترسره کوي، په دې کې ډېر د نېپال خپل لوبغاړي دي خو د یو څو نورو هېوادونو لوبغاړي هم پکې برخه اخلي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …