کورپاڼه / اسعار / ۱ میزان ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر نور هم پورته شول
افغانۍ او بهرني اسعار

۱ میزان ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۸۷.۶۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۴۰ پوله زیاتوالی راغلی دی او د (۱ میزان ۱۴۰۰ \ ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۱) د پنجشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۸۸ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۲.۴۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۱۸ افغانۍ، د سویس فرانک په ۹۱ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۱.۴۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۷.۸۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۳.۳۰ افغانۍ، د ناروې کرون په ۹.۶۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹.۶۵ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۳ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۳.۶۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۷۵ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۲.۵۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۱۹۶ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۱۰.۶۰ افغانۍ، د چین ین په ۱۲ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۲۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۵۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۲۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۸۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۰۶ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …