کورپاڼه / خبرونه / مایکل وان: ګورو چې اوس ای پي ایل د ټېسټ غوندې لغوه کېږي او که نه
مایکل وان

مایکل وان: ګورو چې اوس ای پي ایل د ټېسټ غوندې لغوه کېږي او که نه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مایکل وان وايي چې ګورو چې اوس ای پي ایل هم د مانچیسټر ټېسټ لوبې غوندې لغوه کېږي او که نه.

په ای پي ایل (هند تجارتي لیګ) کې د یو لوبغاړي د کورونا ویروس ټېسټ مثبت راغلی دی، چې له هغه وروسته مایکل وان هم په دې اړه غبرګون ښکاره کړی دی.

مایکل وان په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې ګورو چې ای پي ایل د مانچیسټر ټېسټ لوبې غوندې لغوه کېږي او که نه، خو زه د دې خبرې ضمانت درکوم، چې ای پي ایل به لغوه نه شي.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې د یو لوبغاړي، ټي ناټاراجن د کورونا ویروس ټېسټ مثبت راغلی و، خو له هغه پرته هم لوبه ترسره شوه.

د یادونې ده چې د انګلستان او هند ترمنځ د پنځمې ټېسټ لوبې څخه مخکې د ځینو کسانو د کورونا ویروس ټېسټونه مثبت راغلي و، چې بیا دغه پنځمه ټېسټ لوبې له همدې امله لغوه اعلان شوې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …