کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان په غوسه کې خپل موبایل ایسته وغورځاوه

شاهرو خان په غوسه کې خپل موبایل ایسته وغورځاوه

د هندي سینما مخکښ اداکار شاهرو خان په غوسه کې خپل موبایل ایسته وغورځاوه. هغه دغه غوسه په یو تلویزوني اعلان کې وښوده، چې دا یې د اعلاناتو د لړۍ دریم اعلان دی.

د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرونکي اپلیکیشن انستاګرام په خپور شوي اعلان کې لېدل کېږي، چې شاهرو خان له خپل څنګ کې ولاړ شخص سره د خبرو پرمهال غوسه کېږي او خپل موبایل غورځوي.

د یادولو وړ ده چې د شاهرو خان ددې اعلانانو په کتو سره خلک په دې فکر کې دي، چې شاهرو خان به په او ټي ټي پلیټ فارم هم ډېر ژر راڅرګند شي.

د شاهرو خان له دې نوي اعلان وروسته د هغه مینوال په دې ویلو مجبور شوي دي، چې شاهرو خان په دې سره په او ټي ټي پلیټ فارم کې هم د کار کولو اعلان وکړ.

د یادولو وړ ده چې شاهرو خان له دې وړاندې هم دوه اعلانونه ورکړي ول او سلمان خان هم په اشارې سره ویلي دي چې شاهرو ویب سیریز پیلوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …