کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي پاکستان ته ځي، چې د پاکستان لوبډله افغانستان ته دعوت کړي
عزیزالله فضلي

عزیزالله فضلي پاکستان ته ځي، چې د پاکستان لوبډله افغانستان ته دعوت کړي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي پاکستان ته په سفر ځي، چې د افغانستان او پاکستان سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کابل ته د لوبو لپاره دعوت کړي.

د معلوماتو له مخې، عزیزالله فضلي د سپتمبر په ۲۵مه نېټه پاکستان ته ځي، خو له هغه وروسته به بیا هند، بنګله دېش او متحده عربي اماراتو ته هم لاړ شي.

ویل کېږي چې نوموړی د اسیایي هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره ناستې کوي، تر څو د افغانستان کرکټ بورډ ښې اړیکې ورسره جوړې کړي او د یو بل سره د مرستو لپاره هم ورسره خبرې اترې وکړي.

دا هم ویل شوي دي، چې عزیزالله فضلي به د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رییس رمیز راجا سره په ناسته کې د پاکستان ملي لوبډلې ته دعوت ورکړي، چې هغه سیالۍ چې افغانستان په سریلانکا کې له پاکستان سره ترسره کولې، اوس یې په کابل کې په خپل کوربه توب کې ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رییس رمیز راجا هم دا خبره تایید کړې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس پاکستان ته ورځي او دواړه به ناسته ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر لیګ ۳ یو ورځنۍ لوبې په سریلانکا کې ترسره کېدونکې وې، خو وروسته یادې سیالۍ بیا ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …