کورپاڼه / هنر او کلتور / فرهاد دریا: زه له خدای، چې نور یې بګوان او God ګڼي، غواړم چې زما له هېواد څخه د پېړیو راهیسې پورته کېدونکی فریاد واوري

فرهاد دریا: زه له خدای، چې نور یې بګوان او God ګڼي، غواړم چې زما له هېواد څخه د پېړیو راهیسې پورته کېدونکی فریاد واوري

تېره ورځ د هېواد نامتو سندرغاړی فرهاد دریا، چې په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) یې ډېرې سندري ویلي دي، ۵۹ کلن شو، هغه د خپلې کلیزې په مناسبت ډېر په زړه پوری پیغام خپور کړی.

فرهاد دریا پخپله فیسبوکپاڼه په خپل پیغام کې ویلي دي:((زه د سپتمبر په ۲۲مه (د سنبلې په ۳۱مه) یعنې په نن ورځ نړۍ ته راغلی یم. مطلب نن ورځ زما د کلیزې ورځ ده. دا مهمه نه ده چې څو کاله وړاندې زېږېدلی یم، بلکې مهمه داده چې زما د کلیزې د جشن ډالۍ څه ده؟))

نوموړي زیاته کړې ده:((زه له ژوند او هغه واحد رب څخه، چې ځینې یې خدای، پروردګار او الله په نوم یادوي او ځینې یې د بګوان، God او Universe په نوم سره، غواړم چې یوازې د یوې ورځې (نن) لپاره له دې هېواد څخه د پېړیو راهیسې پورته کېدونکی فریاد واوري.))

هغه ویلي دي:((نور کار د هغه دی، ما یوازې د خپلې کلیزې د ډالۍ فرمایش ورکړ او په دې پوهېږم چې د مخلوق په توګه، په هغه دا حق لرم چې یو څه ترې وغواړم.))

د یادولو وړ ده چې فرهاد دریا په ۱۹۶۲ کال د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په کابل کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …