کورپاڼه / روغتيا / له خوراک وروسته قدم وهنه او پنځه نور کارونه کلیسترول او وینې فشار کنترولوي

له خوراک وروسته قدم وهنه او پنځه نور کارونه کلیسترول او وینې فشار کنترولوي

په عموم کې سره کړي خواړه ډېر خوندور وي چې په همدې سبب ډېر زیات خوړل کېږي هم او هر څوک یې په ډېر شوق سره خوري، چې ګڼې روغتیایي ستونزې زېږوي.

خو باید وویل شي چې سره کړي خواړه ډېر کلیسترول لري، چې له استعمال وروسته یې د ناآرامۍ احساس کوو او لوړ کلیسترول او وینې فشار سبب کېږي.

نو ددې لپاره اړینه ده چې خوراک کم کړو او له غوړو خوراکونو هم ډډه وکړو، خو که چېرته بیاهم غوړ خواړه خورئ نو وروسته ترې پنځه کارونه وکړئ ترڅو منفي اغېزې یې کمې شي.

که چېرته له خوراک وروسته د خېټې د پړسوب احساس کوئ نو نیم ګرمې اوبه وڅښئ او دا اوبه باید له خوراک وروسته له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو وروسته وڅښل شي. دغه راز بدن ته د سکون او آرام لپاره د لېمو څښل غوره څښاک ګڼل کېږي.

دغه راز له خوراک وروسته تر شل دقیقو پورې قدم وهنه وکړئ او له درنو خوراکونو شل دقیقې وروسته د مستو خوراک مه هېروئ او ترڅنګ یې له خوراک وروسته فایبر لرونکې مېوې وخورئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …