کورپاڼه / اسلام / ساینس د هلک او انجلۍ د زېږون په اړوند د رسول الله (ص) د خبرې په منلو مجبور شو

ساینس د هلک او انجلۍ د زېږون په اړوند د رسول الله (ص) د خبرې په منلو مجبور شو

ساینس راته دا وایي چې د ماشوم د نارینه او ښځینه کېدو په د ایکس او وای کروموزم څه اهمیت لري او په دې کوم بل څوک واک او قدرت نه لري، حال دا چې همدغه نظریه له نن څخه څوارلس سوه کاله وړاندې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بیان کړې ده.

په صحیح بخاري که راځي چې یهودیانو له حضرت محمد (ص) څخه د اسلام د منلو لپاره ډېرې پوښتنې وکړې، چې په هغې کې یوه پوښتنه دا هم وه.

اوس موږ له تا پوښتو چې د ښځې او نارینه د اوبو کیفیت څه دی؟ او ولې کله انجلۍ پیدا کېږي او کله هلک؟ رسول الله ورته وفرمایل چې د نارینه اوبه ټینګې او سپینې وي او د ښځې بیا نرۍ او ژېړ رنګه وي او کوم چې غالب شي نو د هماغه مطابق زېږون صورت نیسي.

کله چې د نارینه اوبه د ښځې په اوبو غالبې شي نو د الله په حکم نارینه او کله چې د ښځې اوبه پر ښځه غالبې شي نو ښځینه اولاد زېږوي. چې د یهودیانو مشر دا واورېده نو اسلام یې ومانه.

څوارلس سوه کاله وروسته اوس ساینس هماغه خبره کوي او وایي کله چې د نارینه کروموزم د ښځې په کروموزم غالب شي، نو نارینه او که برعکس شي نو ښځه اولاد زېږوي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …