کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د پاکستان توپوهونکي هم خراب تراب کړل
بابر اعظم

اسټراليا د پاکستان توپوهونکي هم خراب تراب کړل

خپلواک وېبپاڼه (١ دسمبر ٢٠١٩): د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لوبلړۍ په دويمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا خو لومړى پاکستاني توپ اچونکي ښه وټکول، خو اوس يې د پاکستان توپوهونکي هم خراب تراب کړي دي.

پاکستان د اسټراليا د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره نه کړاى شوې او له هغه وروسته ورته اسټراليا د دويمې پاڼۍ ترسره کولو هم وويل، چې اوس پاکستان خپله دويمه پاڼۍ هم ترسره کوي او بيا هم له سخت حالت سره مخ دي.

د اسټراليا د ٥٨٩ منډو په ځواب کې پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٣٠٢ منډې وکړې، چې ياسر شاه ١١٣ او بابر اعظم ٩٧ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له لوري مچل سټارک ٦ پاکستاني لوبغاړي وسوځول، همدا راز پاټ کومنز هم ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ پاى ته رسېدو وروسته هم پاکستان تر اسټراليا ٢٨٧ منډې وروسته پاتې و، چې ورپسې يې خپله دويمه پاڼۍ هم پيل کړه، چې په دويمه پاڼۍ کې يې تر دې مهاله پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥ منډې ترلاسه کړي دي. د پاکستان له لوري امام الحق په صفر، اظهر علي په ٩ او بابر اعظم په ٨ منډو سوځېدلي دي.

همدا راز جوش هازلووډ ٢ او مچل سټارک ١ ويکټ ترلاسه کړې ده.

د يادولو ده چې اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٥٨٩ منډې کړې وې، چې بيا يې خپله پاڼۍ ډيکلير يا ختمه کړه. د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر د خپل ژوند تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې، هغه ٣٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او يو ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ. همدا راز مارنوس لابوشګين هم ١٦٢ منډې کړې وې.

اسټراليا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته په يوه پاڼۍ ماته ورکړې وه او دا ځل داسې ښکاري، چې په دويمه ټېسټ لوبه کې به هم ورته ستره ماته ورکړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …