کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا ساره علي خان هم د خپل پلار په څېر مذهب بدل کړی؟

آیا ساره علي خان هم د خپل پلار په څېر مذهب بدل کړی؟

پر ټولنیزو رسنیو د ساره علي خان نوو بحثونه راپارولي دي او ډېر شمېر خلکو دا پوښتنه راپورته کړې ده، چې آیا د هندي سینما ځوانې اداکارې ساره علي خان خو به د خپل پلار سیف علي خان په څېر مذهب نه وي بدل کړی.

ساره علي چې کله په کلیسا او کله په مندر کې وي او کله بیا په جومات کې دعا کوي. دا ځل ییې په نوي پوسټ کې څرګندېږي چې هغه جومات کې وي او د دعا لپاره یې لاسونه غوړولي وي.

نوموړې له څو میاشتو راهیسې په سفرونو او چکر بوخته ده، کله د ګوا پر ساحلونو کې وي، کله په مالدیپ کې له ملګرو سره په ساتیرۍ اخته وي. کله د لداخ سوړ درو او کله په کشمیر کې وي.

خو اوس هغې ځینې تصویرونه خپاره کړي دي چې له مخې داسې څرګندېږي چې په درګاه کې دعا کوي، په مندر کې د خدای ګوټي عبادت کوي او ترڅنګ یې په کلیسا او جومات کې هم دعا کوي.

ساره علي خان لیکلي دي که جنت پر ځمکه وي نو هغه دلته دی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لیکلي دي چې آیا د پلار سیف علي خان په څېر یې مذهب بدل کړی دی؟ څو ورځې وړاندې سیف علي خان ویلي ول چې له مرګ وروسته په بیا ژوندون باور نه لري.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …