کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ځوان لوبغاړی او چټک توپ اچونکی نوین الحق ۲۲ کلن شو

ځوان لوبغاړی او چټک توپ اچونکی نوین الحق ۲۲ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکى نوين الحق ۲۲ کلن شو. هغه په ١٩٩٩ کال کې د سپتمبر په ٢٣مه نېټه په کابل کې زېږېدلى و.

نوين الحق چې په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، په ٢٠١٦ کال کې يې د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه چې ١ لوبغاړى يې وسوځاوه.

دغه راز په ٢٠١٩ کال کې یې بیا د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه هم ترسره کړه چې ٢ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې. نوین الحق په ٢٠١٨ کال کې فرسټ کلاس سيالۍ پيل کړې او په همدغه کال کې د افغانستان غوره ليګ کې د ننګرهار په لوبډله کې هم ولوبېده.

په ٢٠٢٠ کال کې د بنګله دېش پريمئير ليګ کې د سيلهټ تهنډر لوبډلې لپاره ولوبېده او په کارابين پريمئير ليګ کې بيا د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره ولوبېده، چې سږ کال هم ورسره و.

نوین الحق سږ کال د انګلستان په کورنیو لوبو ویټالیټي بلاسټ کې ولوبېده، چې په څوارلس لوبو کې یې ۲۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې دا ددې سیالیو ترټولو غوره توپ اچونه او د ډېرو لوبغاړو سوځول ول.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …