کورپاڼه / خبرونه / دویمه ورځ پای ته ورسېده: افغان نولس کلنو پر بنګله دېش ۶۴ منډو واړولې؛ بلال سعیدي په ۱۰۱ منډه ولاړ دی

دویمه ورځ پای ته ورسېده: افغان نولس کلنو پر بنګله دېش ۶۴ منډو واړولې؛ بلال سعیدي په ۱۰۱ منډه ولاړ دی

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د یواځینۍ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده، چې افغان لوبډلې د بنګله دېش د ۱۶۲ منډو پر وړاندې ۲۲۶ منډې جوړې کړي او اته لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.

دغه لوبه چې د بنګله دېش په کوربتوب په سیلیحت کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش لوبډلې په ۶۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۲ منډې یې جوړې کړې، چې افتحار حسن ۳۷، مهراب ۲۸ او ایچې مولا ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان نولس کلنو لخوا بلال سیمع او اظهارالحق نوید ډېره ښه توپ اچونه وکړه، چې دواړو په ترتیب پنځه او څلور لوبغاړي وسوځول او ترڅنګ یې کامران هوتک یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د دویمې په پای ته رسېدو سره اته لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۲۶ منډې لري، چې ۶۴ منډې پر بنګله دېش اړولي او بلال سعیدي په ۱۰۱ منډه ناسوځېدلی ولاړ دی. دغه راز کامران هوټک په ۶۶ منډو وسوځېده او د بنګله دېش لخوا اشرف الاسلام درې ویکټې واخیستې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …