کورپاڼه / خپلواک / عثمان خواجه: که دغه ډول حالت هند کې وای، نو هیچا به خپله لوبډله نه وای منع کړې

عثمان خواجه: که دغه ډول حالت هند کې وای، نو هیچا به خپله لوبډله نه وای منع کړې

پاکستاني نژاده استرالیایي کرکټر عثمان خواجه هم د پاکستان په حق کې څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، که چېرته دغه ډول حالت پاکستان کې وای، نو هیچا به خپله لوبډله نه وای منع کړې.

عثمان خواجه، چې په اسلام آباد کې زېږېدلی، نه یوازې په استرالیا کې استوګن دی، بلکې د استرالیا له مهمو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

نوموړی د پاکستان غوره لیګ په وروستي پړاو کې له اسلام آباد یونایټیډ سره لوبېده، چې غوره توپ وهنه یې هم وکړه او سلیزه یې هم جوړه کړه. هغه له نیوزیلېنډ وروسته د انګلستان له لورې د لوبلړۍ لغوه کېدلو ناهیلی کړی دی.

عثمان خواجه ویلي دي چې نیوزیلېنډ او انګلستان باید خپل سفرونه نه ول لغوه کړي، ځکه د کرکټ په لحاظ دغه ډول حالت ناهیلی کوونکی دی.

دغه راز هغه پر نړیوال کرکټ نېوکې کړي او ویلي که چېرته دغه حال په هند کې وای نو هیچا به خپله لوبډله نه وه منع کړې. خواجه زیاته کړې چې پاکستان په پي ایس اېل سره ثابته کړه چې دا خوندي دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …