کورپاڼه / خبرونه / زهره فیاضي: د افغان والیبال ښځینه لوبډلې یوې لوبغاړې ژوند اخیستل شوی

زهره فیاضي: د افغان والیبال ښځینه لوبډلې یوې لوبغاړې ژوند اخیستل شوی

د افغانستان والیبال ښځینه لوبډلې دوو پخوانیو لوبغاړو بي سي سي ته ویلي دي، چې د لوبډلې نورې لوبغاړې یې له ط..ال..بانو پټې دي، ځکه تېره میاشت یې د لوبډلې یوه لوبغاړې له منځه یوړه.

شاوخوا دیرش لوبغاړي وایي چې ژوند یې په خطر کې دی او هڅه کوي ترڅو له افغانستان څخه ووځي. دغه لوبغاړې د تېر نظام له پرزېدو وروسته بېلابېلو ولایتونه انتقال شوې دي.

زهره فیاضي، چې یوه میاشت وړاندې انګلستان ته تښتېدلې، اوه کاله یې والیبال کړی او له هغې وروسته د افغان ښځینه لوبډلې روزونکې ټاکل شوې. هغې بي سي سي ته ویلي دي چې د یوې لوبغاړې ژوند یې اخیستل شوې خو معلومه نه ده چې مړینه یې څه ډول واقع شوې.

هغې زیاته کړې چې موږ نه غواړو چې له نورو انجونو سره دې هم ورته کړنه تکرار شي، هغې ویلي چې موږ افغان میرمنو ته کومه ستونزه نشته خو موږ بیاهم وېرېږو.

زهره اوس هم له خپلو له هغه ملګرو سره په اړیکه کې ده چې د ځان ژغورنې لپاره په یو او بل ځای کې پټې شوي دي. هغه وایي کله چې یې ځان او کورنۍ ژغورله نو د لوبو ټول سامان یې وسوځاوه. نوموړې زیاته کړې چې د دوی نورو ملګرو ته د ط..ال..بانو لخوا ګواښونه شوي دي.

د یادولو وړ ده افغان والیبال ښځینه لوبډله څلور لسیزې وړاندې جوړه شوې، خو په ۱۹۹۶ کال د ط..ال..بانو په راتګ له منځه لاړه او د بیا ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال جوړه شوه.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …