کورپاڼه / خبرونه / د مقاومت د جبهې مشران په تاجکستان کې څرګند شوي دي

د مقاومت د جبهې مشران په تاجکستان کې څرګند شوي دي

په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د ط..ال..بانو ضد وسله والو مشران په ګاونډي هېواد تاجکستان کې څرګند شوي دي.

د نشنل انترنسټ د راپور پر اساس ویل کېږي، د افغانستان تېر نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په تاجکستان کې ښکاره شول.

د مقاومت د جبهې مشر او پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي پر خپله ټویټر پاڼه دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دوی د یو شمېر مشران په ګډون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدنه کړې ده.

راپور زیاتوي چې ښایي دوی له امریکا مرسته وغواړي، خو امریکا په څرګند ډول دغه ډول نیت نه لري خو د امریکا یو شمېر سناتورانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې مرسته یې وکړي.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو د امرالله صالح داسې عکسونه خپاره شوي ول، چې هغه په کوم عربي هېواد په کوم بانک وي، چې داسې فکر کېده چې هغه به په عربي اماراتو کې وي.

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …