کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډینز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف کېښود

ممبۍ انډینز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف کېښود

ممبۍ انډینز لوبډلې ډېر ښه پیل واخیست او په لومړیو کې ښه توپ وهنه وکړه، خو کله چې لومړنۍ ویکټې پرېوتې نو دغه لوبډله یې له لوی هدف څخه راوګرځوله او کلکتې ته یې د ۱۵۶ منډو هدف کېښود.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۴مه لوبه د ممبۍ انډینز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته ممبۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډینز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهیت شرما ۳۳، کوانټن ډیکاک ۵۵ او کیرن پولارډ ۲۱ ترټولو ډېرې منډې وکړې.

د کلکته نایټ رایډرز له خوا په توپ اچونه کې لوکي فریګوسن او پرسید کرشنا ښه توپ اچونه وکړه او دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې سنیل ناراین هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې ممبۍ انډینز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۸ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو په جدول کې څلورم او کلکته نایټ رایډرز ۸ لوبې کړي او د ۶ نومرو په لرلو ۶ مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …