کورپاڼه / خبرونه / ایرلېنډ سبا عربي اماراتو سره د لوبو لپاره سفر لري

ایرلېنډ سبا عربي اماراتو سره د لوبو لپاره سفر لري

ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډله سبا د سپتمبر په ۲۴مه نېټه عربي اماراتو ته ځي او له شپږو ورځو کرنتین وروسته به له سکاټلېنډ لوبډلې سره یوه تمریني او له عربي اماراتو سره به درې نړیوالې شل اوریزې لوبې وکړي.

ایرلېنډ لوبډله، چې د نړیوال شل اوریز جام په لومړي پړاو لوبډلو کې ځای لري، پخپل ګروپ کې به له هالېنډ، سریلانکا او نمیبیا لوبډلو سره لوبې ولري.

دغه راز له عربي اماراتو سره له لوبو وروسته به عمان ته سفر وکړي او هلته به د نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه له بنګله دېش او پاپو نیوګینیا لوبډلو سره تمریني لوبې وکړي.

ایرلېنډ د نړیوال جام لپاره په بشپړه توګه د چمتوالي خبر ورکوي او خپله اتلس کسیزه لوبډلې یې هم اعلان کړې ده او په لومړۍ لوبه کې به د اکتوبر په ۱۸مه نېټه له هالېنډ سره مخ شي.

د ایرلېنډ او عربي اماراتو ترمنځ لوبلړۍ:

د اکتوبر ۵مه، ایرلېنډ د سکاټلېنډ پر وړاندې تمریناتي لوبه.
د اکتوبر ۷مه ایرلېنډ د عربي اماراتو پر وړاندې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه.
د اکتوبر ۸مه ایرلېنډ د عربي اماراتو پر وړاندې دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه.
د اکتوبر ۱۰مه ایرلېنډ د عربي اماراتو پر وړاندې دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …