کورپاڼه / خبرونه / میرویس اشرف: ټولو ته ډا‌ډ ورکوم چې خپله دنده به په پوره شفافيت او صداقت سره ترسره کوم

میرویس اشرف: ټولو ته ډا‌ډ ورکوم چې خپله دنده به په پوره شفافيت او صداقت سره ترسره کوم

د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف، چې دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ د غوراوې کمېټې غړی وټاکل شو، ویلي چې ټولو ته ډا‌ډ ورکوم چې خپله دنده به په پوره شفافيت او صداقت سره ترسره کوم.

میرویس اشرف، چې اوسمهال دري دیرش کاله عمر لري، له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د افغانستان لپاره په ۷۱ نړیوالو شل اوریزو او یوه ورځینو کې برخه اخیستې.

نوموړی، چې د غوراوي کمېټې یو له وړ غړي څخه ګڼل کېږي، په دغه دندې له ګومارنې وروسته له ټولو ملګرو او خواخوږو څخه مننه کړې، چې هغه یې د مبارکۍ پیغامونه ورلیږلي دي.

میرویس اشرف زیاته کړې دی، چې له ټولو هغه کسانو مننه چې په تیلفون یې اړیکه نېولې یا یې پیغام پرېښی يا يې هم خپله مينه د ټولنيزو رسنيو له لارې وښوده. هغه ویلي چې ستاسې ډاډ، مينه او خلوص ما ته انرژي راکوي!

هغه ویلي:((د افغانستان کرکټ بورډ له مشرانو څخه ځانګړې مننه چې زه يې د دغه لوړ او مهم بست لپاره مناسب وګڼلم او ټولو ته ډا‌ډ ورکوم چې خپله دنده به په پوره شفافيت او صداقت سره ترسره کوم انشاالله.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …