کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راهول تریپاتي او وینکټیش ایر توپ وهنې کلکته نایټ رایډرز لوبډله بریالۍ کړه

د راهول تریپاتي او وینکټیش ایر توپ وهنې کلکته نایټ رایډرز لوبډله بریالۍ کړه

د راهول تریپاتي او وینکټیش ایر په زړه پورې توپ وهنې کلکته نایټ رایډرز لوبډله په دې بریالۍ کړه، چې ممبۍ انډینز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړي.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۴مه لوبه د ممبۍ انډینز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته ممبۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډینز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهیت شرما ۳۳، کوانټن ډیکاک ۵۵ او کیرن پولارډ ۲۱ ترټولو ډېرې منډې وکړې.

د کلکته نایټ رایډرز له خوا په توپ اچونه کې لوکي فریګوسن او پرسید کرشنا ښه توپ اچونه وکړه او دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې سنیل ناراین هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلکتې د ۱۵۶ منډو هدف په ۱۵.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او ممبۍ ته یې په ۷ ویکټو او ۲۹ توپونو ستره ماتې ورکړه، چې له ډلې راهول تریپاتي ۷۴ او وینکټیش ایر ۵۵ منډې وکړې. د ممبۍ لخوا بومرا دوه او راهول چاهار یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې سبا د سپتمبر پر ۲۴مه نېټه ماښام   ۶:۳۰ دقیقې به د ای پي ایل لیګ په ۳۵مه لوبه کې رایلز چیلنجر بېنګلور او چینای سوپر کینګز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شي

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …