کورپاڼه / ريکارډونه / وهاب ریاض دویم پاکستاني لوبغاړی چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۳۵۰ ویکټو ته ځان ورساوه

وهاب ریاض دویم پاکستاني لوبغاړی چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۳۵۰ ویکټو ته ځان ورساوه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو چټک اچونکي وهاب په شل اوریزو لوبو کې ۳۵۰ ویکټې پوره کړې او د یو پاکستاني په حیث یې لوی ویاړ ترلاسه کړ.

وهاب ریاض د کرکټ لوبو په دې لنډ فارمټ کې دغه کارنامه ترسره کوي، چې په دې سره هغه دویم پاکستانی لوبغاړی شو، چې یاد هدف ته ځان رسوي.

له نوموړي وړاندې د هغه بل ملګري او مخکښ الراونډر سهیل تنویر په شل اوریزو لوبو کې ۳۵۰ ویکټې کړې وې، چې په دې سره هغه لومړی پاکستانی لوبغاړی و چې دغه کار یې کړی و.

د یادولو وړ ده چې اوسمهال په پاکستان کې کورنۍ لوبې تر ملي شل اوریزو لوبو جام روانې دي، چې وهاب له سنټرل پنجاب سره لوبېږي.

وهاب له ۲۰۰۸ راهیسې د پاکستان لپاره لوبېږي، چې تر اوسه یې په ۹۱ یوه ورځنیو او ۲۷ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی، چې په ترتیب یې ۱۲۰ او ۸۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …