کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کرونال پانډیا غواړي چې د یوراج سینګ په څېر ۱ اور کې ۶ شپږیزې ووهي
کرونال پانډیا

کرونال پانډیا غواړي چې د یوراج سینګ په څېر ۱ اور کې ۶ شپږیزې ووهي

هندی کرکټر کرونال پانډیا چې په ای پي ایل کې د مممبۍ انډینز لوبډلې لپاره لوبېږي، غواړي چې د یوراج سینګ په څېر په ۱ اور کې ۶ شپږیزې ووهي.

په نړیوال کرکټ کې هرشل ګبز لومړنی توپوهونکی و چې د نیدرلېنډز پر وړاندې یې په ۱ اور کې ۶ شپږیزې ووهلې، هغه په ۲۰۰۷ کال کې په نړیوال جام کې په پنځوس اوریزه لوبه کې دا شپږیزې وهلې وې.

وروسته بیا په ۲۰۰۷ کال کې په نړیوال شل اوریز جام کې یوراج سینګ په سټارټ بروډ باندې په ۱ اور کې ۶ شپږیزې ووهلې او دا ریکارډ یې له هرشل ګبز سره شریک کړ، خو شل اوریزو لوبو کې هغه لومړنی توپوهونکی شو چې دا کارنامه یې ترسره کړه.

د ویسټ انډیز کیرون پولارډ هم بیا په دې لیسټ کې ځان ځای کړ او د سریلانکا د اکیلا دنانجایا په یو اور کې یې شپږ شپږیزې ووهلې، دا هم نړیواله شل اوریزه لوبه وه، همدا راز د امریکا لوبډلې جسکرن ملهوتره هم هغه توپوهونکی دی چې تازه یې په دې لیسټ کې ځان ځای کړی دی.

د اي ایس پي این کریک انفو په یوه مرکه کې کرونال پانډیا څخه وپوښتل شول، چې هغه ریکارډ چې غواړي د خپل کیریر په پای کې یې ترلاسه کړی وي، کوم یو به وي؟ نو هغه ورته په ځواب کې وویل چې غواړي په ۱ اور کې ۶ شپږیزې  ووهي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …