کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې د طلاق اخیستلو په خوښۍ کې په زړه پورې میله برابره کړې

یوې میرمنې د طلاق اخیستلو په خوښۍ کې په زړه پورې میله برابره کړې

ښایي ډېر مو اورېدلي او لېدلي وي چې خلک د واده، کوژدې او کلیزې په مناسبت جشن نیسي، میلې کوي او د ملګرو لپاره میله برابروي، خو تر اوسه به مو دا نه وي اورېدلي چې کوم شخص دي د طلاق په خوښۍ کې میله برابره کړي.

د یوې بهرنۍ ویبپاڼې (مرر) د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د سونیا ګپتا نومې پنځه څلویښتې میرمنې، چې په لندن کې مېشت ده، خپل اوولس کلن ګډ ژوند ته د پای ټکی کېښود.

کله چې سونیا ګپتا خپل اوولس کلن ګډ ژوند ته د پای ټکی کېښود، نو دا یې د ځان لپاره آزادي وګڼله او د طلاق په خوښۍ کې یې میله (مجلس) جوړه کړه، چې خپل نږدې خپلوان او ملګري یې ورته راوبلل.

راپور زیاتوي چې سونیا ګپتا ښه رنګین مجلس یا پارټي برابره کړې وه، ځکه چې هغه له دریو کلونو راهیسې د طلاق په اخیستلو بوخته وه، چې بالاخره اوس بریالۍ شوه او په خوشحالۍ کې مجلس یا میله برابره کړه.

په تصویرونو کې لېدل کېږي، چې هغه د طلاق په اخیستلو ډېره زیاته خوشحاله ده او د جامو لپاره یې یو پټه هم اچولې ده، چې پرې لیکل شوي دي:((Finally divorced)) بالاخره طلاق وشو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …