کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اروپایي ټولنې وړاندیز کړی، چې ټولو موبایلونو او توکو ته دې یو ډول چارجر جوړ شي

اروپایي ټولنې وړاندیز کړی، چې ټولو موبایلونو او توکو ته دې یو ډول چارجر جوړ شي

د ځیرکو موبایلونو ځینې شرکتونه له نوي موبایلونو سره چارجر او غوږۍ نه ورکوي، بلکې له موبایل یې بېل خرڅوي چې په همدې سبب ډېره ګټه هم ترلاسه کوي، خو اوس د چارجر په اړه اروپایي ټولنې حللاره وړاندې چې په دې سره د چاپیریال له ککړتیا هم مخنیوی وشي.

اروپایي ټولنې د یو داسې قانون د منلو وړاندیز کړی چې له مخې یې د موبایل ټول شرکتونه د هر ډول موبایلونو لپاره یو شان چارجر جوړ کړي. دا ټولنه وایي چې د تولیدي توکو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره یې په دې وړاندیز زور کړی، تر څو خلک اړ شي د نوي چارجر اخیستلو پرځای زوړ چارجر وکاروي.

اروپایي ټولنې په خپل وړاندیز شوي قانون کې غوښتنه کړې چې د ټولو ځیرک موبایلونو او ایپاډونو او نورو توکو لپاره دې یو ډول چارجر جوړ شي، ترڅو ټول بریښنایي تولیدات هم په یوه سرعت د چارجېدو وړتیا ولري.

د ځیرکو موبایلونو ستر شرکت اپیل ایپل تېر کال پریکړه کړې وه، چې له نوي موبایلونو سره به چارجر او غوږۍ نه ورکوي، بلکې هغه له دې بېل وپلوري او په دې ډول به د تولیداتو د ضایع کېدو مخنیوي وشي.

ایپل د اروپایي ټولنې له یادې پرېکړې ناخوښ ښکاري او ویلي دي چې دا کار د تولید په ډګر کې د نوښت مخنیوی کوي، چې په دې سره به پیرېدونکې زیانمن شي او غوښتنه یې کړې چې په دې قانون دې له سره فکر وکړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …