کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ایون مورګن ۲.۴ میلیونه روپۍ جریمه شو، د دریم ځل لپاره ښايي له لوبې هم کېنول شي
ایون مورګن

ایون مورګن ۲.۴ میلیونه روپۍ جریمه شو، د دریم ځل لپاره ښايي له لوبې هم کېنول شي

په ای پي ایل کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن د اورونو په ټاکلي وخت کې نه ترسره کولو له امله ۲.۴ میلیونه هندي روپۍ جریمه شوی دی.

د معلوماتو له مخې، پرون د کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې لوبه ترسره شوه، چې کلکته نایټ رایډرز پکې بریا خپله کړه، خو د ورو اورونو ترسره کولو له امله د کلکتې لوبډلمشر او لوبغاړي ټول جریمه شو.

د ای پي ایل د خبرپاڼې له مخې، د کلکتې کپتان ایون مورګن د اورونو په ټاکلي وخت کې نه ترسره کولو له امله هغه ۲.۴ میلیونه یا ۲۴ لکه هندي روپۍ جریمه شوی دی او تر څنګ یې د لوبډلې ټول لوبغاړي هم ۶۰۰ زره یا ۲۵ سلنه د مېچ فیس جریمه شوي دي.

په روان لیګ کې دا دویم ځل دی چې انګلستان ایون مورګن جریمه کېږي، هغه په لومړي ځل د اپریل په میاشت کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې پر وړاندې هم جریمه شوی و، هغه وخت نوموړي باندې ۱.۲ میلیونه یا ۱۲ لکه هندي روپۍ جریمه لګېدلې وه.

د معلوماتو له مخې، که چېرته په روان لیګ کې ایون مورګن یو ځل بیا په کومه لوبه کې اورونه په ټاکلي وخت کې ترسره نه کړي، نو هغه به ۳ میلیونه روپۍ جریمه شي او د یوې لوبې بندېز به هم پرې ولګول شي او تر څنګ به یې هر لوبغاړی هم ۱۲ لکه روپۍ جریمه شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …