کورپاڼه / روغتيا / که د مخ پر پوستکي مو دغه نښې ښکاره شوې نو خوراک کې مو تغیر راولئ

که د مخ پر پوستکي مو دغه نښې ښکاره شوې نو خوراک کې مو تغیر راولئ

زموږ د مخ پوستکی زموږ د خوراک په اړه ډېر څه ویلی شي خو اوس د خوراکي توکو یو کارپوه پنځه داسې نښې، نښانې ښودلي، چې په ښکاره کېدو سره یې باید پخپل خوراک کې بدلون راولو.

که چېرته مو پوستکي سپوروالی پیدا کړ، دانې یا داغونه او خاپونه پرې څرګند شول، ګونځي یې وکړې، د پوستکي رنګ د بدن له نورو برخو څخه تغیر وکړ، دا هغه نښې، نښانې دي چې په ښکاره کېدو یې باید خوراک کې تغیر راولو.

که څه هم د پوستکي سپوروالی د سړې هوا په سبب وي خو غیر صحي خواړه هم پوستکی اغېزمنوي، نو کله چې د پوستکي له سپوروالي سره مخ شوئ نو علت یې معلوم کړئ.

که چېرته یې لامل خوراک وي نو مطلب یې دادی چې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ یاست، چې د پوره کولو لپاره یې سپلیمنټس وکاروئ

دغه راز دانې او خاپونو پیدا کېدل د وینې د خرابوالي په سبب وي، ځکه سپینه ډوډۍ او وریژې د شکر کچه ډېروي چې په پایله کې انسولین ډېروي، چې بیا (Sebum) پیدا کوي، چې همدا د دانو سبب کېږي. نو ددې لپاره د ویټامین ای، اي او زنک لرونکي توکي استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …