کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس معذور کسان کولی شي چې د څېرې په اشارو اندراید موبایل وکاروي

اوس معذور کسان کولی شي چې د څېرې په اشارو اندراید موبایل وکاروي

د فرانسې خبري آژانس ای ایف پي د راپور پر اساس ویل کېږي چې ګوګل د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې خبرې نشي کولی او په بدني ډول معذور وي هغوی د وروځو او مسکا په مرسته خپل اندراید موبایل استعمالولی شي.

د ګوګل د وینا پر اساس، دوه نوي ټولز ماشین لرنینګ او مخامخ کامره یې پر ځیرک موبایلونه نصب کړې، ترڅو د څېرې او سترګو د حرکتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ګوګل زیاته کړې چې کاروونکې کولی شي چې خپل موبایل سکین کړي او په مسکا کولو، وروځو په اوچتولو، د خولې په پرانیستلو یا د اخوا دېخوا په کتلو سره ټاسک وټاکي.

ګوګل دغه راز ویلي، ددې لپاره چې اندراید موبایل د هر چا لپاره د ډېر لاسرسي وړ وګرځوي، نو دوه ټولونه یې وړاندژ کړي، چې په مرسته یې د موبایل قابو کول او په اشارو سره د خبرو کول آسانه کړي. ګوګل وایي، په زرګونه کسان د آواز یا غږ په مرسته موبایل کاروي خو هغه کسان چې خبرې نشي کولی، هغوی له ستونزو سره مخ کېږي.

نو ځکه یې دوه نوې ځانګړې رامنځته کړي چې لومړی یې (Camera Switches) دی چې په مرسته یې د اندراید مویایل کارولی شئ او دویم یې د اندراید ځانکړنه چې په اشارو سره پیغامونه او زنګ وهلی شي، چې اوسمهال په پلی سټور د استرالیا، بریتانیه، کاناډا او امریکا کې د ګټې اخیستنې وړ دي.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …