کورپاڼه / روغتيا / هغه میرمن چې پرمخ ویښتان لري، هغوی دې کورکمن استعمال کړي

هغه میرمن چې پرمخ ویښتان لري، هغوی دې کورکمن استعمال کړي

کورکمن یوه داسې طبیعي مساله ده چې په جوړښت کې ځواکمن انټي سیپټک او انټي انفلامنټري شتون لري او استعمال یې د انسان پر روغتیا او ښکلا مثبتې اغېزې پرېباسي او روغتیایي کارپوهان یې د دفاعي سیستم د پیاوړتیا او د بکتریاوو څخه د ژغورنې لپاره د استعمال لارښوونه کوي.

کورکمن د کلیسترولو ضد مساله هم ده، چې په همدې ډول د انسان د مجموعي روغتیا او زړه لپاره ګټوره ګڼل کېږي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د کورکمن په جوړښت کې د بې شمېره ناروغیو درملنه نغښتي ده د بېلګې په توګه د بندونو درد، د وینې د لوړ فشار برابرول، د سرطاني حجرو مخنیوی، د سوخت کمښت، له ذهني فشار څخه مخنیوس او د اغېزمنو عضلو ښه کول.

همدغه راز له څېړنې معلومه شوې چې د کورکمن په استعمال سره د وینې د شکر کچه هم برابرښت مومي او که چېرته له کورکمنو څخه چای تیار شي نو د ګڼ شمېر ناروغیو مخه نېولی او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي.

بل لوري ته ډېری میرمنې د هورمونونو ستونزې لري، چې په همدې سبب یې پر مخ ویښتان راپیدا کېږي، نو که چېرته کورکمن استعمال شي نو د اضافي ویښتانو د ودې مخنیوی کوي. ددې لپاره لږ کورکمن راواخلئ او په یوه کاچوغه د نخودو اوړو کې یې ګډ کړئ او د اوبو په مرسته ترکیب جوړ کړئ او تر پنځلس دقیقو یې پر مخ پرېږدئ، بیا یې ووینځئ، دا کار تر دریو میاشتو وکړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …