کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: د انستاګرام استعمال د نوو ځوانانو یا هلکانو لپاره زیانمن وي

څېړنه: د انستاګرام استعمال د نوو ځوانانو یا هلکانو لپاره زیانمن وي

د یوې مشهورې امریکایي مجلې د یو تازه راپور پر اساس ویل کېږي، چې د عکسونو او ویډیوګانو خپرونکی اپلیکیشن استعمالول د نوو ځوانانو او ماشومانو لپاره خطرناک وي.

په وال سټریټ ژورنال کې تېره ورځ راپور خپور شوی دی، چې په هغې کې دا خبره څېړل شوې د ټولنیزې رسنۍ اپلیکیشن انستاګرام استعمال د نوو ځوانانو او ماشومانو لپاره زیانمن وي.

راپور زیاتوي چې په امریکا کې د انستاګرام استعمال شپږ سلنه او په بریتانیه کې دیارلس سلنو ځوانانو کې د ځان وژنې فکرونه پیدا کړي دي.

څېړونکو ویلي چې د نورو ټولنیزو رسنیو په پرتله د انستاګرام کاروونکې ډېر له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي ځکه چې په دې اپلیکیشن ټوله پام ظاهري ښکلا او د ژوند غوره طریقې باندې وي.

دغه راز دوه دیرش سلنه نوو ځوانانو د انستاګرام په اړه ویلي چې کله دوی له خپلې ښکلا او شکل څخه ناراضه شول نو انستاګرام یې دغه احساس نور هم ډېر کړ. په دغه څېړنه کې دا هم ثابت شوي چې یاد اپلیکیشن په ځوانانو کې نا آرامي او ژور خپګان ډېروي.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …