کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د دریمې ورځې تر پایه بنګله دېش نولس کلنو پر افغان نولس کلنو ۵۱ منډې اړولي

د دریمې ورځې تر پایه بنګله دېش نولس کلنو پر افغان نولس کلنو ۵۱ منډې اړولي

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د یواځینۍ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ لوبې دریمه ورځ پای ته ورسېده، چې بنګله دېش پر افغان لوبډلې ۵۱ منډې اړولي.

دغه لوبه چې د بنګله دېش په کوربتوب په سیلیحت کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش لوبډلې په ۶۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۲ منډې یې جوړې کړې، چې افتحار حسن ۳۷، مهراب ۲۸ او ایچې مولا ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان نولس کلنو لخوا بلال سیمع او اظهارالحق نوید ډېره ښه توپ اچونه وکړه، چې دواړو په ترتیب پنځه او څلور لوبغاړي وسوځول او ترڅنګ یې کامران هوتک یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې لري، چې بلال سعیدي ۱۱۴، کامران هوټک په ۶۶ او فیصل خات ۳۹ منډې وکړې او د بنګله دېش لخوا اشرف الاسلام درې او ایچي مولا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش په خپله دویمه پاڼۍ کې د دریمې ورځې تر پایه د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې کړي، چې ۵۱ منډې یې اړولي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …