کورپاڼه / خپلواک / رميز راجا پاکستان ته: چې نه يې شئ کولاى نو مه ورځئ
رميز راجا

رميز راجا پاکستان ته: چې نه يې شئ کولاى نو مه ورځئ

خپلواک وېبپاڼه (١ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانى لوبغاړى او اوسنى کمنټېټر رميز راجا وايي، چې د اسټراليا پر وړاندې د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبو ته په کتلو يې له کرکټ زړه مات شوى دى او د پاکستان لوبډلې ته يې مشوره ورکړې ده، چې نور دې اسټراليا ته نه ځي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، رميز راجا وايي، چې په اسټراليا کې د پاکستان لوبې ته په کتلو سره يې نور د پاکستان لوبې کتلو نه زړه موړ شوى دى، ځکه پاکستاني لوبغاړو يې زړه مات کړ.

هغه په خپلو خبرو کې پر پاکستانۍ لوبډله سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې په دې ښه پوهېږئ چې لوبه نه شئ کولاى، نو بيا ولې اسټراليا ته ورځئ، چې په لوبه نه پوهېږئ خو اسټراليا ته مه ورځئ کنه.

د يادولو ده چې په پاکستان کې نورو خلکو هم پر خپله لوبډله سختې نيوکې کړې دي او يو شمېر چارواکو خو بيا غوښتنه کړې ده، چې د کرکټ لوبډلې روزونکى، د غوراوي کمېټې مشر او لوبډلمشر ټول دې ليرې کړل شي.

د يادولو ده چې اسټراليا او پاکستان دوه ټېسټ سياليو کې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په يوې پاڼۍ ماته ورکړه او همدا راز دويمه ټېسټ لوبه اوس هم روانه ده، چې اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٥٨٩ منډې وکړې او درې لوبغاړي يې وسوځېدل، چې په ځواب کې يې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٠٢ منډې وکړې او دويمه پاڼۍ يې هم پيل کړې ده، خو لا هم د ياد هدف نه ډېر ليرې پاتې دي.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ستره پاڼۍ يې وکړه، هغه ٣٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او نوى ريکارډ يې جوړ کړ. همدا راز مچل سټارک هم بيا ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره او پرلپسې يې پاکستاني توپوهونکي له مېدانه بهر کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …