کورپاڼه / خبرونه / مهیلا جیوردنې د سریلانکا لوبډلې د مشوره ورکوونکې په توګه وټاکل شو

مهیلا جیوردنې د سریلانکا لوبډلې د مشوره ورکوونکې په توګه وټاکل شو

مهیلا جیوردنې، چې د کرکټ نړۍ یو نه هېرېدونکی نوم دی، د سریلانکا د ملي او نوولس کلنو لوبډلو د لارښود یا مشوره ورکوونکې په توګه ټاکل شوی، چې له نړیوال جام وړاندې به د سریلانکا ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام، چې په عمان او عربي اماراتو کې ترسره کېږي، سریلانکا لوبډله به پخپل ګروپ کې له ایرلېنډ، نمبیا او هالینډ لوبډلو سره لوبې لري.

مهیلا جیوردنې د سریلانکا لپاره دوه لسیزې کرکټ وکړ او ددې لوبډلې او ځان لپاره یې د منډو غر جوړ کړ. د نوموړي په لوبډلمشرۍ د سربلانکا ملي لوبډله په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کال د نړیوال جام تر پایلوبې ووت.

دغه راز هغه د آی پي اېل په لوبو کې ممبۍ انډینز لوبډلې د روزونکې په توګه هم دنده لري، چې درې ځلې یې یاده لوبډله ددې لیګ تر اتلولۍ پورې رسولې ده.

دا خبره به ډېره په زړه پورې وي چې د سریلانکا لوبډلې ته د جیوردنې په اضافه کېدو به دغه لوبډله تر کومه حده بریالۍ وي او د نولس کلنو نړیوال جام چې په ۲۰۲۲ کال په ویسټ انډیز کې ترسره کېږي، آیا د نوموړي په شتون کې به دغه لوبډله بریالۍ کړي. دا هغه پوښتنې دي چې په راتلونکې به یې ځواب ووایي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …