کورپاڼه / جالب / پښتونخوا کې نسوار هم یو په دوه ګران شو

پښتونخوا کې نسوار هم یو په دوه ګران شو

د خېبر پښتونخوا په دیر سیمه کې د نسوارو په بیه کې هم یو په دوه ګرانوالی راغلی دی او د نوې نرخنامې له مخې، اوس به یو پوڼۍ نسوار د ۱۰ پر ځای په ۲۰ روپۍ پلورل کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، په ټولنیزو رسنیو کې د نسواریانو ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی دی، چې په تیمرګره، بلامبټ منډا او نورو سیمو کې به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه یوه پوڼۍ نسوار په ۲۰ روپۍ پلورل کېږي.

په دغه تړون کې دا هم ویل شوي دي، چې په پنځوس روپۍ به درې، په سل روپۍ به ۷ او په ۲۰۰ روپۍ به ۱۴ پونۍ ورکول کېږي. همدا راز په باجوړ کې به هم همدا نرخنامه وي.

په تړون کې زیاته شوې ده، که کوم نسوار پلورونکي له دې نرخ څخه سرغړونه وکړه، نو هغه به پنځوس روپۍ جریمه کول کېږي او همدا راز د یوې میاشتې لپاره به د هغه پلورنځی هم تړل کېږي.

د نسواریانو د دغه تړون عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې د بېلا بېلو خلکو له خوا د جالبو تبصرو سره هم مخ شوي دي، ډېری خلکو پرې په زړه پورې تبصرې کړې دي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …