کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بېنګلور لوبډلې چینای سوپر کینګ ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه

بېنګلور لوبډلې چینای سوپر کینګ ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه

بېنګلور لوبډلې ډېر ښه پیل واخیست او په لومړیو کې یې پیلیز لوبغاړو ښه توپ وهنه وکړه، خو کله چې لومړنۍ ویکټې پرېوتې نو دغه لوبډله یې له لوی هدف څخه راوګرځوله او چینای ته یې د ۱۵۷ منډو هدف کېښود.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۵مه لوبه د چینای سوپر لینګز او رایلز چیلنجر بېنګلور لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د چینای لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته بېنګلور ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رایلز چیلنجر بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې ویرات کوهلي او دیوډت پاډیکال ښه توپ وهنه وکړه، چې په ترتیب یې ۵۳ او ۷۰ منډې جوړې کړې.

د چینای سوپر کینګز له خوا په توپ اچونه کې ډیوین براوو ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې شردل ټاکور دوه او دیپک چاهار یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۸ لوبې کړي او د ۱۲ نومرو په لرلو په جدول کې دویم او رایلز چیلنجر بېنګلور ۸ لوبې کړي او د ۱۰ نومرو په لرلو ۳ مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …