کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز د رایلز چیلنجر بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

چینای سوپر کینګز د رایلز چیلنجر بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

ویرات کوهلي په آی پي اېل کې د بېنګلور لپاره په توپ وهنه کې ښه تمام شو، خو دا چې دا د هغه د لوبډلمشرۍ وروستۍ لوبه وه، نو بریالی نه شو چې له چینای لوبه وګټي.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۵مه لوبه د چینای سوپر لینګز او رایلز چیلنجر بېنګلور لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د چینای لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته بېنګلور ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رایلز چیلنجر بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې ویرات کوهلي او دیوډت پاډیکال ښه توپ وهنه وکړه، چې په ترتیب یې ۵۳ او ۷۰ منډې جوړې کړې.

د چینای سوپر کینګز له خوا په توپ اچونه کې ډیوین براوو ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې شردل ټاکور دوه او دیپک چاهار یوه ویکټ ترلاسه کړه.

چینای د ۱۵۷ منډو هدف په ۱۸.۱ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بېنګلور ته یې په ۶ ویکټو او ۱۱ توپونو ماتې ورکړ، چې له ډلې رتوراج ګیکواد ۳۸، ډوپلیسي ۳۱ او امباتي ریډو ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بېنګلور لخو هرشل پټیل دوه، یوزیندرا چاهل او ګلین میکسویل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې سبا د سپتمبر پر ۲۵مه نېټه په ای پي ایل لیګ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو به راجستان رایلز له ډهلي کپیټلز او ماښام ۶:۳۰ بجې سنرایزر حیدر آباد له پنجاب کینګز لوبډلې سره مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …