کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن د اېوریسټ لیګ سیالۍ هم پیلېږي او د عظمت الله عمرزي او رحمن الله ګربز لوبډلې به سره مخ شي

نن د اېوریسټ لیګ سیالۍ هم پیلېږي او د عظمت الله عمرزي او رحمن الله ګربز لوبډلې به سره مخ شي

نن ورځ د کرکټ په ډګر کې یو بل لیګ هم پیلېږي، دغه لیګ چې د نیپال غوره لیګ دی، په اېوریسټ یا EPL سره یادېږي، چې له افغان لوبډلې هم پکې څلور لوبغاړي لوبېږي.

دغه لیګ نن ورځ د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیلېږي او د اکتوبر تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې ښایي د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي هم ورپکې برخه واخلي.

د اېوریسټ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ پیل شوې، چې په لومړي د پنچاکنیا لوبډلې اتلولي خپله کړه. دویم پړاو یې په ۲۰۱۷ ترسره شو چې بیرانتنېګر وایررز او دریم پړاو په ۲۰۱۸ کال د لالیتپور پاتروتس لوبډلې اتلولي خپله کړه.

روان کال د ایورېسټ لیګ په څلورم پړاو کې افغان لوبغاړي محمد شهزاد او کریم جنت دواړه چیټون ټایګرز لوبډلې، عظمت الله عمرزی له لالیتپور پاتروتس او رحمن الله ګربز به له کتماندو کینګز لوبډلې سره ولوبېږي.

په دې لیګ ټولې شپږ لوبډلې برخه لري، چې نومونه یې دادي: برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتس او چیتوان ټایګرز او نن ورځ به د کتماندو کینګز او لالیټپور پاتروتس ترمنځ اوله لوبه ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …