کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک پر چینایي ویرژن د ماشومانو د ماشومانو لپاره وخت تېرول محدود کړل

ټیک ټاک پر چینایي ویرژن د ماشومانو د ماشومانو لپاره وخت تېرول محدود کړل

د ټیک ټاک اپلیکیشن چینایي ویرژن ماشومانو ته د اپلیکیشن د بېځایه استعمال د مخنیوي لپاره د (ټین ایج موډ) په نوم یوه ځانګړنه وړاندې کړې، چې له دې وروسته به له څوارلس کلونو کم عمره ماشومان له څلویښت دقیقو ډېر یاد اپلیکیشن نشي کارولی.

د ټیک ټاک مالک بایټ ډانس ویلي دي چې دغه نوی اقدام یې پر ټولو هغه ماشومانو د تطبیق وړ دس، چې عمرونه یې له څوارلس کلونو کم وي او چینایي ویرژن استعمالوي او په اصلي نوم یې اکونټ جوړ کړی وي.

په بیان کې راغلي چې د چینایي ویرژن ټول کاروونکې د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو پورې اپلیکیشن نشي کارولی. دغه راز دا هم ویل شوي چې والدین دې پر اپلیکیشن د خپلو اولادونو اصلي نومونه ولیکي او کله چې ۴۰ دقیقې پوره له ویډیوګانو له کتلو وروسته به یاد موډ فعال شي.

ټیک ټاک دا هم ویلي چې پر اپلیکیشن به نوي مواد هم وړاندې شي، چې په هغې کې به ساینسي تجربې، طبیعي منظرې او د ژوبڼ له منظرو نېولې تر هنري منظرو پورې به پکې شامل وي.

بلې خوا څېړونکو دغه اقدام خورا فعال اقدام ګڼلی دی او ویلي دي چې دا کار نور هم دېته اړ کوي چې دا ډول اقدام وکړي او څومره ډېر چې د خوندیتوب اقدامونه ترسره شي نو مطلب به یې دا وي چې ټولنیزې رسنۍ په ټولنیز ډول مسولیت منونکې دي.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …